۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس:

د افغان سولې لپاره مو د پاکستان قناعت ته حل لار پیدا نه کړه

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۹
د افغان حکومت اجرائیه رییس په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوالې اجماع په اړه وايي، په دې برخه کې تر اوسه د پاکستان د قناعت تر لاسه کولو لپاره هېڅ حل لار نه ده موندل شوې.
د افغان سولې لپاره مو د پاکستان قناعت ته حل لار پیدا نه کړه
د افغان حکومت اجرائیه رییس په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوالې اجماع په اړه وايي، په دې برخه کې تر اوسه د پاکستان د قناعت تر لاسه کولو لپاره هېڅ حل لار نه ده موندل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه یې کابل کې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې و ویل، چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د یوه مزدو او کمزوري نظام په لټه کې دي.

که څه هم عبدالله د کوم هېواد نوم وانخیست خو اشاره یې پاکستان ته وه، ځکه تر
ښاغلي عبدالله د دغه پوښتنو په ځواب کې چې آیا د سیمې هېوادونه خپلې ګټې په افغان جګړه کې ویني، ایا د نړیوالې ټولنې موخه په افغانستان کې د جګړې دوام دی و ویل«په خواشنۍ سره د سیمې له هېوادونو یو یې غواړي، چې په افغانستان کې یو مزدور او یا هم کمزوری نظام حاکم وي، د دغه ستونزې د حل لپاره موږ هېڅ حل لار پیدا نه کړه، او دا داسې یو شرط دی، چې په هېڅ صورت افغان ولس ته د منلو نه دی.»
دغه وړاندې نورو افغان چارواکو هم ویلي و، چې پاکستان په افغانستان کې د دوی د خوښې او کمزوری مزدور نظام غواړي.

ښاغلي عبدالله د دغه پوښتنو په ځواب کې چې آیا د سیمې هېوادونه خپلې ګټې په افغان جګړه کې ویني، ایا د نړیوالې ټولنې موخه په افغانستان کې د جګړې دوام دی و ویل«په خواشنۍ سره د سیمې له هېوادونو یو یې غواړي، چې په افغانستان کې یو مزدور او یا هم کمزوری نظام حاکم وي، د دغه ستونزې د حل لپاره موږ هېڅ حل لار پیدا نه کړه، او دا داسې یو شرط دی، چې په هېڅ صورت افغان ولس ته د منلو نه دی.»

د عبدالله په وینا هغه اجماع چې د طالبانو له پرځېدو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان په اړه درلوده اوس نشته، ځکه اوس د سیمې او نړیوالې ټولنې اوضاع بدله شوې او په دې اړه بېلا بېل دریځونه شتون لري.

نوموړي و ویل، چې په ټول کې د افغان دولت او ټولو هېوادونو په ځانګړې ډول له امریکا او ناټو سره یو تعامل شته، چې پر ځای دی، ځکه تېر کال ناټو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو ټینګار وکړ.

دغه راز عبدالله د خپلو خبرو په بله برخه کې هغه آوازو او څرګندونو ته هم اشاره وکړه، چې ځینې کسان غواړي د سولې د خبرو په پلمه موقت حکومت رامنځ ته او ځان بیا واک ته ورسوي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي و ویل«د موقت حکومت رامنځ ته کول هغه هڅې دي، چې ځینې وخت د لویې جرګې د مطرح کولو له لارې وړاندې کېږي او
هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي و ویل«د موقت حکومت رامنځ ته کول هغه هڅې دي، چې ځینې وخت د لویې جرګې د مطرح کولو له لارې وړاندې کېږي او فکر کوي، که چېرې موقت حکومت رامنځ ته شي، نو د حکومت سر به همغه د پخواني حکومت سر وي، خو فکر کوم چې د افغانستان خلک اوس د پخوا په پرتله زیات وېښ او بیداره شوي او نه غواړي، چې وهل شوی واټن یو ځل بیا له سره ګز پل کړي.»
فکر کوي، که چېرې موقت حکومت رامنځ ته شي، نو د حکومت سر به همغه د پخواني حکومت سر وي، خو فکر کوم چې د افغانستان خلک اوس د پخوا په پرتله زیات وېښ او بیداره شوي او نه غواړي، چې وهل شوی واټن یو ځل بیا له سره ګز پل کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې په خواشنۍ سره د موقت حکومت رامنځ ته کېدو په اړه د افغان حکومت نه غبرګون څخه داسې انګېزنه کېږي، چې د شخصي موقف لپاره د سولې مخالفت کوي.

ښاغلي عبدالله و ویل، چې له سولې پرته بل هېڅ لومړیتوب نه دی، خو په وینا یې د سولې پروسه په یوه داسې پړاو کې ده، چې د مذاکره کوونکي اړخ د سولې په اړه یو ګام هم نه دی پورته کړی او له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کوي.

عبدالله و ویل«طالبان چې له سیاسي پاړکي سره هم خبرې کوي، هغوی ته وايي، موږ له تاسو سره د قوم او یا هم د افغانستان د یوې څنډې د استازو په توګه خبرې کوو، خو امارت مو هغه پخوانی امارت نه دی، همدا ځای دي، چې موږ د هېواد د مسوولانو په توګه اړ یو، چې ځینې تدابیر ونیسي.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې باید په تدبیر او د افغانستان د راتلونکې سره سم ګام واخستل شي او د تېرو ۱۷ کلونو لاس ته راوړنې ستال د ټولو مسوولیت دی، خو که چېرې څوک هر څه د ځان په محور کې وبولي، ځای به ونه نیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي