په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې ۱۰ وسله وال طالبان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه طالبان د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.
خبرپاڼه وايي، په تسلیم شویو وسله والو کې د هغوی یو قوماندان ملا ګل احمد هم شامل دی او دوی ټولو د حقیقت په درکولو سره له جګړې لاس اخیستی او افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب