د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې ډېپو او د نشه يي توکو پر پټنځای برید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د کب ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دغه عملیات له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو سره په ګډه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې پتنځایونه له منځه وړل شوي او ۵۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۳۰ جوړې پوځي درېشۍ، دوه عده زرهې خولۍ او درې تلېفونونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل