۰

حکومت د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواروي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
د سوداګرۍ او صعنت وزارت وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواره کړي.
حکومت د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواروي
د سوداګرۍ او صعنت وزارت وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې اړه تېره ورځ سه شنبې د کب ۲۱ مه کابل کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه.

سرچینه زیاتوي په دغه غونډه کې د هېواد صنعتکارانو و ویل، چې صنعتي پارکونه یوازې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د دوی په وینا صنعتکاران د همدې برېښنا د نه شتون له امله دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کارونه یې نېږدې په ټپه ولاړ دي.

په خبرپانه کې ویل شوي د صنعت کاروانو سره تر غونډې وروسته د وزارت له خوا د یوې تخنیکي کمېټې په جوړولو ژمنه وشوه، چې باید د دوی دغه ستونزه هواره کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه کمېټه به د برېښنا ستونزې د هواري لپاره یوه منظمه طرحه جوړوي او وروسته به عملي کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي