۰

پر امریکا د محب تر نیوکو وروسته مننه

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په اړه پر امریکا تر نیوکو وروسته د دغه هېواد له سخاوته ډک ملاتړ څخه مننه کړې ده.
پر امریکا د محب تر نیوکو وروسته مننه
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په اړه پر امریکا تر نیوکو وروسته د دغه هېواد له سخاوته ډک ملاتړ څخه مننه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی وو، د تېرې پنشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې.

ښاغلي محب په خپلو خبرو کې وویل، چې د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی شوی دی او زلمی خلیلزاد په دغه خبرو کې د شخصي ګټو په لټه کې دی.

نوموړي زیاته کړې وه«خلیلزاد د افغانستان له حکومت نه د مشروعیت په اخیستلو سره په دې هیواد کې واک ته دې رسېدو په هڅه کې دی.»

د ښاغلي محب له دغه څرګندونې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون وښود، هغه احضار کړ او ویې ویل، چې پر خلیلزاد برید د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبرداری هم ورکړی و، چې دغه ډول څرګندونې به د امریکا او افغانستان اړیکې او دغه راز د افغان سولې خبرې زیانمنې کړي.

خو محب له دې نیوکو او د خپل سفر په پای کې د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو "له سخاوته ډک ملاتړ" ارزښتناک وباله.

ښاغلي محب په یو لړ پیغامونو کې چې په خپله ټویټر پاڼه یې خپاره کړي ویلي دي، افغانان به د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

هغه وړاندې زیاته کړې«د امریکا د متحده ایالاتو سره زموږ اړیکې د افغانستان د دولت او خلکو لپاره ارزښتناکې دي او په ځانگړې بڼه زمونږ د وسله والو ځواکونو سره د امریکا د سخاوت ډک ملاتړ منندوی یو.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې د دغه سفر په ترڅ کې یې د افغانانو مشروع اندیښنې او د افغانستان اصولي دریځ د امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې څرګند کړی دی.

هغه لیکلي«رښتینې سوله زموږ د خلکو فطري هیله ده، موږ د ٣٥ میلیون افغانانو په وړاندې چې صادقانه او دوامداره سولې ته په تمه دي او همداشان د خپلو شریکانو په وړاندې چې پدې هیواد کې یې پانګونې کړي مسولیت لرو.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي