۰
د سولې او اعتدال ټیم:

د سولې په تړاو د حکومت تخریبي اعمال د ملي ګټو خلاف دي

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د سولې او اعتدال ټیم د حکومت پر وروستیو کړنو په تېره بیا د سولې په تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندونې تخریبي او د ملي ګټو خلاف بللې دي.
د سولې په تړاو د حکومت تخریبي اعمال د ملي ګټو خلاف دي
د سولې او اعتدال ټیم د حکومت پر وروستیو کړنو په تېره بیا د سولې په تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندونې تخریبي او د ملي ګټو خلاف بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې هڅې له لاس ته راوړنو ډکې دي، چې سوله خوښوونکي او د ولس اکثریت ترې ملاتړ کوي.

په دې خبرپاڼه کې د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو څخه د مننې تر څنګ ویل شوي چې د سولې او اعتدال ټیم پر بین الاافغاني مذاکراتو باوری دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی ټیم د سولې په اړه د حکومت وروستۍ تخریبي کړنې او په ځانګړي ډول د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب څرګندونې غندي او دغه اقدامات د ملي ګټو خلاف او له نړیوالو په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان د اړیکو د نېکو اړیکو خلاف بولي.

د سرچینې په وینا د سولې تخریب کړنې د حکومت له پلوه پر داسې مهال مطرح کېږي، چې دغه حکومت د خپل عمر پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی.

په خبرپاڼه کې حکومت په مالي او اداري فساد کې غرق ښودلی شوی، چې د دوی په باور هېڅ ډول علمي، اساسي، امنیتي، سیاسي او اقتصادي تدابیر د سیاسي قدرت د تحویل لپاره نه لري.

د سولې او اعتدال ټیم په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې دوی په دې وروستیو کې د حکومت د غیر مسوولانه او ملي ګټو ضد کړنو شاهدان دي، چې ښه بېلګه یې په بلخ، فاریاب، غور او کابل کې د خلکو پر وړاندې د وسله وال ځواک کارول دي.

په دغه خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتل شوي، چې د نړیوالو ملګرو په ځانګړې توګه د امریکا په اړه له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي.

دغه راز ویل شوی، چې وسله وال ځواکونه د افغان ولس او خاورې مدافعین دي او حکومت په هېڅ شرایطو کې حق نه لري، چې له هغوی د خپلو سیاسي او انتخاباتي اهدافو لپاره کار واخلي.

د سولې او اعتدال ټیم دا نیوکې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پر هڅو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه د خپلو شخصي ګټو او ځان واک ته د رسولو په لټه کې دی.

هغه دا هم ویلي و، چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی او په پر ځای د دې، چې حکومت ته مشروعیت ورکړي طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي