ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ۵۸ پوله ساتو سرتېرو د برمته کېدو پخلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه مهال ویل کېږي، چې لسګونه سرتېري وسله والو طالبانو برمته کړي، او لسګونه نور ترکمنستان ته اوښتی، چې د تور غنډۍ بندر له لارې بېرته افغانستان ته رستانه شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند قیس منګل په بالامرغاب کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د برید او په کې د ۵۶ سرتېرو د برمته کېدو پخلی کړی دی.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي، خو ۵۸ سرتېري د دښمن له خوا یرغمل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سرتېرو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه دغه سرتېري نه دي خوشي شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل