۰

خلیلزاد واشتګټن کې له افغان سفیرې سره پر سوله خبرې کړې

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې سره پر سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد واشتګټن کې له افغان سفیرې سره پر سوله خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې سره پر سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد تېره شپه (د کب ۲۸مه) په خبل ټوېټر لیکلي، چې له مېرمن رویا رحماني سره یې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې کړې.

خلیلزاد د افغانستان د سولې پروسه له ستونزو ډګه بللې او ویلي یې دي« دغه لار چې ورباندې قدم اخلو، نه مستقيمه ده او نه هم اسانه.»

باید و ویل شي، چې خلیلزاد پرون په واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره هم جلا جلا کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

خلیلزاد پر داسې مهال په واشنګټن کې د بېلا بېلو هېوادونو له دیپلوماتانو سره پر افغان سوله خبرې کوي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف هم واشنګټن ته ورشي.

کابلوف پرون روسي رسنیو ته ویلي چې په دوه ورځني سفر واشنګټن ته دي او تمه ده، چې امریکا به د افغان سولې په اړه د وروسیتو پرمختګونو معلومات ورسره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي