د بلخ ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان محمد اجمل فایز رسمآ معرفي او په خپل کار یې پیل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فایز نن شنبې د وري ۲۴ مه د بلخ د امنیه قوماندان په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
دا په داسې حال کې ده، چې ۲۵ ورځې وړاندې عبدالرقیب مبارز د بلخ د امنیه قوماندان په توګه معرفي شوی و، چې پر سر یې د حکومت او جمعیت ګوند د مشر استاد عطا محمد نور تر منځ اختلاف رامنځ ته شو.
ښاغلي نور ویلي چې حکومت له ده سره د کړي توافق خلاف اکرم سامع له قوماندانۍ لرې او پر ځای یې مبارز ټاکلی و، چې په هېڅ صورت ورته د منلو نه ده.
دغه اختلاف وروسته نور هم زیات او وسله والې نښتې ته تر هغه حده ورسېد، چې ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو پښه یې هم تر بلخه ورکش کړه.
بلخ ته د ښاغلي خالد او ښاغلي انداربي تر رسېدو وروسته ښاغلي نور و ویل، چې له دوی دواړو سره یوې ښې موافقې ته رسېدلي او کابل ته تر رسېدو وروسته به یې پایلې اعلان شي.
ویل کېږي، چې محمد اجمل فایز هم د ښاغلي نور له نېږدې کسانو دی او د هغه په وړانديز فایز د بلخ د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل