۰

ای ایم ایف: د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف وايي، د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې بېخي خراب شي.
ای ایم ایف: د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی
د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف وايي، د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې بېخي خراب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپانې د ای اېم اېف د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د پاکستان د اقتصاد دغه خرابېدونکی حالت به د سیمې پر اقتصاد هم ناوړه اغېر وکړي.

د پيسو نړيوال صندوق ویلي چې سږکال به د پاکستان اقتصادي وده دوه اعشاریه نهه سلنه وي چې د عمران خان د حکومت توقعات نه شي پوره کولی.

په ورته وخت کې نړیوال بانک ویلي چې پاکستانی حکومت درې اعشاریه څلور سلنه بودجې ته اړتیا لري چې اوسمهال د یاد هېواد اقتصادي وده دوه اعشاریه نهه سلنه ده او ښایي په راتلونکو کلونو کې لا ټيټه شي چې دا د پاکستان لپاره د خطر یو زنګ دی.

په راپور کې راغلي، د سیمه ییزې اقتصادي ودې لپاره اړینه ده چې په سیمه کې اقتصادي راکړې ورکړې پراخې او د نویو پالیسیانو جوړولو هڅې ګړندۍ کړل شي.

وړمه ورځ هم پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی و، چې یوازې په خیبرپښتونخوا کې له ۳۰۰ زیاتې کارخانې په ټپه ولاړې دي او اقتصاد ته یې لویه ضربه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي