۰

پوتین: باید د افغانستان د مسئلې پر حل فکر وشي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.
پوتین: باید د افغانستان د مسئلې پر حل فکر وشي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان چې وړمه ورځ مسکو ته تللی له خپل روسي سیال پوتین سره یې لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

راپورنه وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې شوې او پوتین په افغانستان او سیمه کې امنیت مهم بللی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او سیمې امنیت د روسیې لپاره مهم دی او مسکو هیله لري، چې په دغه هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی، چې په سیمه ییزه کنفرانسونو کې باید د افغانستان د مسئلې پر حل فکر وشي تر څو دا هېواد باثباته شي.

هغه د شانګهای غړو هېوادونو څخه هم مننه کړې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې وړاندې کنفرانس جوړ کړی وو.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په سیمه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امنیت پر ټینګېدو ټینګار کړی او ویلي یې د په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو لپاره مهم دی.

ویل کېږي، پوتین او رحمان د پوځي همکاریو پر ډېرېدو او دغه راز په تاجکستان کې د پوځي تمرینونو پر زیاتوالي او پراختیا هم هوکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي