د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په ښار کې څلور تنه د غلاو، قتل او چپاولګرۍ په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل ښار د اتمې حوزې په سیمه کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي نیول شويو کسانو د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په وژنو، لاره نیولو او وسله والو غلاوو لاس پورې کوه او له مخکې د پولیسو تر څار لاندې وو.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې، یو کړۍ لاسي بمب او یو قبضه چاقو د پولیسو لاسته ورغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل