۰

کندهار کې د سولې په پلوی لاریون پیل شو

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
په کندهار ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ځوانانو له خوا د سولې په پلوی لاریون پیل شوی دی او شبېبه په شېبه یې شمېر زیاتېږي.
کندهار کې د سولې په پلوی لاریون پیل شو
په کندهار ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ځوانانو له خوا د سولې په پلوی لاریون پیل شوی دی او شبېبه په شېبه یې شمېر زیاتېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون نن پنشنبې د وري ۲۹ مه پیل شوي او لاریون کوونکي په خپلو شعارونو کې د سولې او اوربند غوښتنه کوي.

لاریون کوونکي د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي، چې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي، سوله وکړي او ورور وژنه بس کړي.

لاریون د سولې د ولسي حرکت په لارښوونه پیل شوی دی، چې شېبه په شېبه یې د ګډونوالو شمېر زیاتېږي او ښایي د دغه لاریونو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، دغه لاریونونه به له کندهار وروسته په خوست، پکتیا، ننګرهار، مزار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر سره شي.

په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان ویلي د لاریون لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي او له کندهار ښاریانو یې غوښتي، چې د سولې لپاره له دغه لاریون سره یو ځای شي.

ویل کېږي لاریون به د کندهار په احمدشاهي لوبغاړي کې د دیني علماوو په ویناوو او یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي