۰

د سناتور محمد اصف زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د جمعیت ګوند د ولایتي څانګړې مشر او د یوه سناتور زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د سناتور محمد اصف زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د جمعیت ګوند د ولایتي څانګړې مشر او د یوه سناتور زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غوايي ۲ مه ماښام مهال د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي وايي، د جمعیت اسلامي ګوند د ولایتي څانګې مشر خالد عظیمي په ایبک ښار کې خپل کور ته نېږدې د نامعلومه وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

خالد عظیمي د سناتور محمد اصف زویو چې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرانو څخه دی.

د سمنګانو والي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شخصي دښمني په ګوته کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې یو تن برید کوونکی هم وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي