۰

د شمالي کوریا ولسمشر روسیې ته رسېدلی دی

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون له یوه لوړ پوړي پلاوي سره روسیې ته رسېدلی دی.
د شمالي کوریا ولسمشر روسیې ته رسېدلی دی
د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون له یوه لوړ پوړي پلاوي سره روسیې ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر د شمالي کوریا خبري آژانس ویلي، ولسمشر اون او ورسره پلاوی نن چهارشنبې (د اپریل ۲۵مه) له پیونګ یانګ د روسیې ولادي‌وستوک بندري ښار ته حرکت کړی و اوس روسیې ته رسېدلی دی.

دغه آژانس زیاته کړې، ښاغلی اون له خپلو ځینو حکومتي او پوځي چارواکو سره په ګډه په یوه خصوصي ټرېن « اورګاډي» کې د نږدې ۷۰۰ کېلو مترو مزل پيل کړی.

ټاکل شوې ده، چې د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون به سبا پنشنبې د غوايي ۵ مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره وګوري.

پرون د کرملېن سکرتر یوري اوشاکوف هم ویلي وو چې د پوتین او اون د پنشنبې ورځ ناسته کې به خبرې کوریا ټاپو وزمه کې له سیاسي او ډپلوماتیکې لارې د اټمي لانجې په هواري متمرکزه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي