د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر مسکو کې د نړۍ او سیمې د امنیت په موخه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره پرون چهارشنبې د غوايي ۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کنفراس کوربتوب د روسیې د حکومت په غاړه دی او په کې د نړۍ له پنځوسو زیاتو هېوادونو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ګډون لري.
خبرپانه زیاتوي، ښاغلی اتمر به د دې کنفرانس په جریان او دوه اړخیزه لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر او امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړي.
په خبرپانه کې وی شوي، دغه راز به ښاغلی اتمر د ناستې ګډونوالو وهڅوي، چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د سولې بهیر او امنیت د تینګښت په برخه کې همکارۍ پیاوړي کړي.
باید و ویل شي، چې ښاغلی اتمر له تېرو پنځو کلونو را پدېخوا د مسکو نړۍوال امنیتي کنفرانس له محوري ګډونوالو څخه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل