۰

بدخشان او سرپل کې دوه ښځو ځان وژنه کړې ده

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بدخشان او سرپل ولایتونو کې یوې مېرمنې او یوې انجلۍ ځان وژنه کړې ده.
بدخشان او سرپل کې دوه ښځو ځان وژنه کړې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بدخشان او سرپل ولایتونو کې یوې مېرمنې او یوې انجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوه پېښې پرون شنبې د غوايي ۱۴ مه د بدخشان په اشکاشم او د سرپل په مرکز کې رامنځ ته شوې دي.

د بدخشان امنیه قوماندان محمد امین وايي، په اشکاشم ولسوالۍ کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د اقتصادي ستونزو له امله په کور کې ځان زندۍ کړی او وژلی یې دی.

بل خوا د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ویلي، چې پرون د مرکز په خیرآباد کلي کې یوې مېرمنې ځانی زندۍ کړی او وژلی یې دی.

هغه وایي، د پېښې لامل معلوم نه دی، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د والي ویاند وايي، طالبانو په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو قوماندان او د دې ولسوالۍ د پولیسو اداري مرستیال له ځان سره بېولي او برخلیک یې معلوم نه دی.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي