۰
نشنل انټرسټ:

امریکا ته په کار ده، چې د جګړو ټولې سرچینې له منځه یوسي

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
نشنل انټرسټ امریکايي نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.
امریکا ته په کار ده، چې د جګړو ټولې سرچینې له منځه یوسي
نشنل انټرسټ امریکايي نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، دا اوږده جګړه د امریکايي وګړو پر اوږو درند بار دی او وخت د دې دی، چې امریکايي حکومت یې نور باید پای ته ورسوي.

سرچینې ټینګار کړی، نه یوازې دا چې د افغان جګړې د پای ته رسولو وخت دی، بلکې امریکايي حکومت ته په کار ده، چې د جګړو ټولې سرچینې له منځه یوسي.

د مطلب لیکوال وايي، نشه يي توکي، فساد، کمزورې حکومتولي او ورته موارد هغه څه دي چې په افغانستان کې جګړې اوږدولی او تغذیه کولی شي، خو د هغو له منځه وړل افغانستان ته دایمي ثبات راوستلی شي.

په مطلب کې ویل شوي امریکايي او افغان وګړي نور له جګړو ستړي شوي او دوی باید پر خپلو حکومتونو د فشار له لارې د جګړې د درولو او ختمولو غوښتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي