۰

د ولسمشرۍ له معترضو نوماندانو د عبدالله ملاتړ/ د ولسمشر واکونه باید راکم کړی شي

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم په ځینو برخو کې د ولسمشرۍ د معترضو نوماندانو له دریځه ملاتړ کړی او وایي د ولسمشر غنی واکونه باید راکم کړی شي.
د ولسمشرۍ له معترضو نوماندانو د عبدالله ملاتړ/ د ولسمشر واکونه باید راکم کړی شي
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم په ځینو برخو کې د ولسمشرۍ د معترضو نوماندانو له دریځه ملاتړ کړی او وایي د ولسمشر غنی واکونه باید راکم کړی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ټیم د تېرې پنشنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې که له یوې خوا د معترضو نوماندانو ملاتړ کړی له بلې خوا یې د حکومت د کار له دوام سره هم موافقه ښودلې ده.

عبدالله چې پر خپله فسبوک پاڼه د خپل ټیم اعلامیه خپره کړې په کې راغلې، که څه هم د ملي یووالي حکومت د سیاسي موافقې پر اساس رامنځته شوی، خو څرګنده ده چې د وخت او کاري مودې له پلوه د جمهوري ریاست د یوې انتخاباتي دورې تابع دی.

سرچینه وایي، د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتي دورې او د ولسمشر د کار د دورې د پای په اړه پوره صراحت لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د اساسي قانون ۶۱ ماده دوې مهمې او روښانې برخې لري: لومړۍ برخې یې په جدیت او روڼ ډول حتي د ولسمشر د کار د پای ته رسېدا ورځ په ګوته کړې ده. په دوام کې یې دوهم جز تر ټاکلې مودې مخکې د انتخاباتو نېټه تعین کړې ده.»

خبرپاڼه زیاتوي، په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه ترسره کېدا په عامه ذهنونو او په سیاسي او حقوقي ټولنو کې د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په اړه پوښتنې پیدا کړي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، دغه کار د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او د دولت د مشرتابه په منځ کې هم د  نظراختلافونه رامنځته کړي دي، چې دغو اختلافونو خلک اندېښمن کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم دا پوښتنې د بحث وړ بولي او د کاندیدانو له یو شمېر اندېښنو سره همږغه دی.

ښاغلي عبدالله په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی ټیم د نوم لیکنې په ورځ د حکومت د صلاحیتونو د کمولو او دغه راز له دولتي امکاناتو د نه ګتې اخیستې په اړه عادلانه حل لاره مطرح کړې وه.

د ثبات او همپالنې د ټیم اعلامیه د معترضو کاندیدانو له لوري مظاهرو او اعتراضونو ته په اشارې وايي، دا ډول اقدامات بې ثباتي نوره هم زیاتوي مګر په عین حال کې په یوه برخه کې د ولسمشر د واک د محدودېدو غوښتنه کوي.

نوموړي په دې وروستیو کې د حکومت له خوا په لوړو او منځنیو څوکیو کې پر ادلون بدلون هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د شوې توافق له مخې باید دا کارونه نه وای شوي.

ډاکتر عبدالله ډاډ څرګند کړی، چې د ولسمشرۍ نوماندان به په روښانه کړنلارو تفاهم ته ورسېږي، تر چې له یوې خوا د حکومت کارونه او د خدماتو وړاندې کول له ستونزو سره مخ نه شي او له بلې خوا له دولتي سرچینو په ټاکنو کې د ګټې اخیستنې مخنیوی شوی وي.

نوموړي له نوماندانو غوښتي، چې په دې برخه کې سره خبرې اترې وکړي او اجازه ورنکړي، چې د نظر اختلافونه یې د هېواد پر ثبات او امنیت منفي اغېز وکړي او اوضاع له دې هم کړکېچنه شي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو د حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې بللې او د حکومت له مشرانو یې غوښتي، چې واک پرېږدي.

خو حکومت له سترې محکمې د حکم په اخستو سره خپل کار ته دوام ورکړی او هر ډول سرپرست حکومت یې رد او د هېواد په زیان بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي