۰

کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړي پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.
کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړي پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پولیسو نن یکشنبې د غوایي ۵ مه سهار وختي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې سرې میاشتې ته څېرمه سړک بادې یو خښ شوی ماین کشف کړ.

خبرپانه وایي، وسله والو ترهګرو دغه ماین د عامو خلکو د وژنې په موخه ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو تر کشف وروسته د ملي امنیت د انجینري ټیم له خوا شنډ کړای شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې ببه ورځ د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په التقوا جامع جومات کې ماین چاودنې د مشهور او پېژندل شوي دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان په ډون پنځه تنه شهیدان او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي