۰

د ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په تېرو دریو میاشتو کې ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي.
د ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په تېرو دریو میاشتو کې ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي میاخېل دغه څرګندونې پر خپله فسبوک پاڼه کړې او ویلي یې دي، چې په ننګرهار کې یې د امنیت، بیارغونې، سمورتیا او دغه راز د ځمکو د غصب، اداري فساد او زورواکۍ د ختمولو لپاره مټې بډ وهلې دي.

دی وایي، د دغه ولایت په تولو دولتي ادارو کې د کار یو خوځښت رامنځ ته شوی او هره اداره چې ابتکار او هلې ځلې وکړي دی یې کلک ملاتړ کوي.

والي زیاتوي د تېرو دریو میاشتو راهیسې ننګرهار کې د کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي او دغه راز ۷ زره د زیتونو او ۴ زره زینتي بوټي کېنول شوي دي.

د دغه په وینا له هغې ورځې چې دی د ننګرهار والي شوی هېڅ ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې نه ده او هڅه کوي چې له نورو چارواکو سره په ګډه د محاکمو فیصلې تطبیق کړي.

شاه محمود میاخېل زیاتوي، په نژدې راتلونکي کې به د جلال اباد د ښاروالۍ له لارې د دغه ښار څلورلارې او درې لارې په ځانګړي ډیزاین جوړې کړي.

باید و ویل شي، چې ننګرهار کې په دې وروستیو کې امنیو یو ځل بیا زور اخیستی وو چې تر ډېره یې عاملین د وسله والو مخالفینو په پرتله، داخلي زورواکي او پخواني ټوپکوال بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي