د هېواد لوېدیځ کې د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، هرات ولایت کې د پوځ سره جګړه کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۷ ظفر قول اردو ویلي، دغه جګړه تېره شپه د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې د پوځ پر یوه پوسته د طالبانو له برید وروسته رامنځ ته شوه.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عارف رضايي وایي، په امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی، خو په ځوابیه برید کې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات