۰

زابل کې یو ولسوال په ګډون ۶۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال مولوي عبدالباري په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې یو ولسوال په ګډون ۶۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال مولوي عبدالباري په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په ودانۍ برید کړی و.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شوي او جګړې په ترڅ کې ۶۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه وایي، په دغه نښته کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د دای چوپان لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالباري هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مولوي عبدالباري تر څنګ د طالبانو د عملیاتو مسوول فرید او یو بل مهم قوماندان ملوک هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان پوځ په فاریاب ولسوالۍ کې هم د دوه ولسوالانو په ګډون د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي