۰

امریکايي استخبارات: افغانستان کې داعش د پراخېدو په حال کې دی

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
د امریکا محتده ایالاتو یوه استخباراتي چارواکي ویلي، افغانستان کې د داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده او خپل فعالیتونه یې زیات کړي دي.
امریکايي استخبارات: افغانستان کې داعش د پراخېدو په حال کې دی
د امریکا محتده ایالاتو یوه استخباراتي چارواکي ویلي، افغانستان کې د داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده او خپل فعالیتونه یې زیات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استخباراتي چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط اسوشیتیدپرس اژانس ته خبرو کې ویلي، دا داعش د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې خپل فعالیت پراخ کړی او د جنګیالي په جلب و جذب اخته دي.

دغه چارواکي افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، دغه بریدونه په اروپا او د امریکا په متحده ایالاتو کې د سترو حملو د سر ته رسولو لپاره تمرینونه دي.

دی وایي د داعش جنګیالي د کلیدي سیمو په نیولو سره کولای شي په اسانه پیسو، وسلو او تجهیزاتو ته لاسرسی پیدا کړي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلان، تمرین او چټک کړي.

د افغانستان دفاع وزارت د داعش د فعالیتونو پخلی کوي، خو وایي، په هغه کچه نه دي، چې یو جدي ګواښ وګڼل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي