۰

امریکا د کابل پر هوايي ډګر د داعش د وروستي بریدګر تصویر خپور کړ

یکشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
امریکايي استخباراتو د هغه داعشي بریدګر نوم او تصویر خپور کړی، چې له افغانستان د امریکا د وتلو پر مهال یې د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید کړی وو.
امریکا د کابل پر هوايي ډګر د داعش د وروستي بریدګر تصویر خپور کړ
امریکايي استخباراتو د هغه داعشي بریدګر نوم او تصویر خپور کړی، چې له افغانستان د امریکا د وتلو پر مهال یې د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید کړی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، چې دغه بریدګر عبدالرحمن اللوګري نومېده او د افغانستان د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی وو.

د سرچینې په وینا اللوګري د یوه افغان سوداګر زوی و، چې پاکستان او هند ته یې سوداګري کوله.

په راپور کې ویل شوي، اللوګري په ۲۰۱۷ کې په هندوستان کې نیول شوی او امريکايي استخباراتو ته سپارلی و.

له دې وروسته امریکايي استخباراتو هغه د افغانستان د بګرام اډې زندان ته لېږدولی و، خو له دی اډې د امريکايي ځواکونو له وتو او جمهوري نظام له سقوط سره د زرګونو نورو بندیانو په شان طالبانو خوشې کړی و.

سرچینې زیاته کړې، اللوګري له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، په څو ورځو کې توانېدلی چې له افغانستان څخه د تخلیې بهير د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید هدف وګرځوي.

د یادونې ده، چې په دغه برید کې د لسو امریکایي زیاتو سرتېرو په ګډون تر سلو زياتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

امریکايي استخباراتو ويلي، د عبدالرحمن اللوګري په اړه له څېړنو وروسته اوس په افغانستان کې د داعش ډلې د پېښېدونکو نورو ګواښونو ارزونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي