۰

طالبانو د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.
طالبانو د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې تمه ښودلې، چې نور زندانیان به هم خوشي شي.

طالبانو ویلي، چې افغان حکومت تېره ورځ د څرخلي پله او بګرام زندان په ګډون له یو شمېر نورو زندانونو د بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي« د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون د تېرې ورځې د راخلاصو شوو بندیانو ازادي یو ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي.»

دوی وايي، د حکومت لخوا په خوشي کېدونکو زندانیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دغه ډلې وسله وال شامل دي او وايي، پاتې هغه کسان دي چې د «غلطو» معلوماتو په اساس زنداني شوي دي.

دا په داسې حال کېده چې ولسمشر غني روانه میاشت اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې په اساس به ۸۸۷ تنه زندانیان خوشي کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي