وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې تمه ښودلې، چې نور زندانیان به هم خوشي شي.
طالبانو ویلي، چې افغان حکومت تېره ورځ د څرخلي پله او بګرام زندان په ګډون له یو شمېر نورو زندانونو د بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي« د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون د تېرې ورځې د راخلاصو شوو بندیانو ازادي یو ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي.»
دوی وايي، د حکومت لخوا په خوشي کېدونکو زندانیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دغه ډلې وسله وال شامل دي او وايي، پاتې هغه کسان دي چې د «غلطو» معلوماتو په اساس زنداني شوي دي.
دا په داسې حال کېده چې ولسمشر غني روانه میاشت اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې په اساس به ۸۸۷ تنه زندانیان خوشي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل