د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي، چې ملي امنیت ځواکونو د کابل پوهنتون دوه تنه استادان تندلارۍ او ترهګرۍ ته د تبلیغ په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوطو چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه ښوونکي عبدالظاهر داعي او معروف راسخ د ملي امنیت له خوا نیول شوي.
ویل کېږي دغه دوه استادانو القاعده او داعش ډلې ته په تبلیغ او توندلارۍ ته د لمن وهلو په تور نیول شوي دي.
تر اوسه کومې سرچینې دا خبر نه و تایید کړی، خو اوس تازه د لوړو زده کړو وزارت منلې، چې دغه دوه استادان نیول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند فیصل امین تایید کړه، چې د پوهنتون دوه استادان نیول شوي، خو په دې اړه یې هېڅ ډول جزیات ورنه کړل.
ملي امنیت ریاست هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل