۰

ټاکنو کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو لپاره تر ۱۴ میلیون زیات یورو منظور شول

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د ملي تدارکاتو کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو د پېرلو لپاره تر ۱۴.۱۴ میلیونه زیات یورو په ارزښت بیه منظوره کړې ده.
ټاکنو کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو لپاره تر ۱۴ میلیون زیات یورو منظور شول
د ملي تدارکاتو کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو د پېرلو لپاره تر ۱۴.۱۴ میلیونه زیات یورو په ارزښت بیه منظوره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادې کمېټې تېر ماښام (سه شنبې د چنګاښ ۱۱مه) د ولسمشر غني په مشرۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومتریک دستګاو د برابرولو او تدارک په اړه فوق العاده غونډه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې په یاده غونده کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ  د ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاوو او  سافټ‏ویرونو د برابرولو غوښتنه وارزول شوه.

خبرپاڼه وایي، له غور او بحث وروسته له اړوند توکو (پرنټر، پاوربانک، د چاپ کاغذ) سره د بایومتریک دستګاوو د پېرلو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوښتنې مطابق د واحدې وړاندې شوې بیې پر بنسټ د ۱۴،۱۴ میلیون څخه د زیاتو یورو په ارزښت، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
 
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې غونده کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاو د تطبیق د کړنلارې پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د شفافیت په اړه خپل نظریات شریک کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، ترڅو د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هراړخیزه څارنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومتریک دستګاو ته اړتیا لري.

د دغه دستګاوو له ډلې ۲۰ زره بایومتریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې او په واک کې ورکړل شوي دي.

خو د کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷ زرو زیاتې نورې د بایومتریک دستګاوې هم پېرل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي