۰

کابل کې د داعش یو غړی نیول شوی دی

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د داعش یو غړی نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی دی.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوی کس جمعه خان نومېږي او نن سهار د کابل ښار د سپاړسمې ناحیې له اړوند سیمې د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

وزارت ټینګار کړی، چې دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره لوژېستیکي اسانتیاوې برابرولې.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي