۰

فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید شوی

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ زوبله یې ورته اړولې ده.
فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید شوی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ زوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون ماښام د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډه برید کړی.

سرچینه زیاتوي، چې د A29 الوتکو په دغه برید کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي