۰

پکتیکا کې موټر بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
امنیتي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې موټر بم چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
پکتیکا کې موټر بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
امنیتي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې موټر بم چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د زمري لومړۍ نېټه د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند د پتې په سمیه کې شوې ده.
 
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د برید هدف د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و، چې له بریده روغ وتلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د قوماندان درې ساتونکي ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۰ کلنه ماشومه ده.

بل خوا ځينې سرچینې وايي، په چاودنه کې د مټاخان امنیه قوماندان هم ټپي شوی او دا مهال د ښرنې په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا موټر بم ځانمرګی و که څنګه خو د پکتیکا چارواکي وایي، په دې اړه به وروسته جزیات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیکا په ګاونډ پکتیا ولایت ولایت کې هم موټر بم چاودنې د زرمت لپاره د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله وواژه او شپږ نور کسان یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي