۰

کندهار کې د یوه موټر بم چاودنې مخه نیول شوې ده

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په کشف او نیولو سره په ښار کې د یوه خونړي موټر بم برید مخه نیول شوې ده.
کندهار کې د یوه موټر بم چاودنې مخه نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په کشف او نیولو سره په ښار کې د یوه خونړي موټر بم برید مخه نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبانو یو مازدا موټر له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکو توکو ډک کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو غوښتل په دغه له چاوېدونکو توکو ډک موټر په کندهار ښار کې چاودنه وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې پلان شنډ شو.

دی وايي، د کندهار د امنیه قوماندانۍ پولیسو او ملي امنیت منسوبینو د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دغه له چاوېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د هغه په وینا د موټر بم لېږدونکی هم د پولیسو له خوا وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي