۰

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر د افغان سولې په تړاو کابل ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر د افغان سولې په تړاو کابل ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له پاکستانه خپرېدونکې رسنۍ دې نشن ویلي، عمران خان به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او ورسره به د افغان سولې او په دې برخه کې پر روانو پرمختګونو خبرې وکړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، عمران خان وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې له امریکا سره یې د پاکستان کشمکشونه کم کړي دي.

د یادونې ده، چې عمران خان په امریکا کې له ډونالډ ټرمپ سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي او له دغه هېواد به د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې مرسته کوي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم به له طالب مشرانو سره هم وګوري او دوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي