۰
امریکايي څېړنیز مرکز:

ښه به وي، امریکا له افغانستان سره نوی باب پرانیزي او د افغان دولت ملاتړ وکړي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
یوه امریکايي څېړنیز مرکز په یوه مقاله کې ویلي امریکا ته پکار ده، چې له افغانستان سره اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي او د افغان دولت ملاتړ وکړي.
ښه به وي، امریکا له افغانستان سره نوی باب پرانیزي او د افغان دولت ملاتړ وکړي
یوه امریکايي څېړنیز مرکز په یوه مقاله کې ویلي امریکا ته پکار ده، چې له افغانستان سره اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي او د افغان دولت ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد مرکز چې افغانستان کې یې اوسنۍ وضعیت ارزولی په مقاله کې لیکلي، چې نور په افغانستان کې د امریکا ماموریت ختم شوی دی.

د سرچینې په وینا افغانستان کې د امریکا موخه د القاعده ختمول ووو چې اوس یې جرړې ایستل شوې نو امریکا ته نه ده پکار چې تل په افغانستان کې وي، بلکې په دغه هېواد کې د خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.

په مقاله کې ټینګار شوی، امریکا ته په کار دي چې له افغانستان سره خپلې اتلس کلنې اړیکې له سره تعریف کړي او په دوه اړخیزو اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

دغه څېړنیز مرکز په خپله مقاله کې زیاتوي، امریکا هر کال په افغانستان کې د خپل نظامي حضور له امله میلیاردونه ډالر لګوي، نو ښه به وي چې پر ځای یې د افغان پوځ او افغان حکومت ملاتړ وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې امریکا په افغانستان کې د حکومتونو د جوړولو او ولسواکۍ د عملي کولو مسووله نه ده او ښه به وي چې دا دنده افغانانو ته پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي