۱

فاریاب کې ۴۴ طالبانو او ۵ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د کورنیو چاروو وزارت په وینا ۴۴ طالبانو او پنځو امنیتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې ۴۴ طالبانو او ۵ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د کورنیو چاروو وزارت په وینا ۴۴ طالبانو او پنځو امنیتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو تېره شپه (د زمري ۱۳مه) د فاریاب ولایت په بلڅراخ ولسوالۍ ډلیز برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ او تر درنې مرګ ژوبلې وروسته په شا وتمبول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک پر طالبانو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۶ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، خو ملکي خلکو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي