۰
د افغان کرکټ معلولینو لوبډلې،

تر بنلګدېش او پاکستان وروسته انګلستان هم په ګونډو کړ

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
انګلستان کې د پنځو هېوادونو ترمنځ روان ټورنمنټ کې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې کوربه لوبډلې ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه.
تر بنلګدېش او پاکستان وروسته انګلستان هم په ګونډو کړ
انګلستان کې د پنځو هېوادونو ترمنځ روان ټورنمنټ کې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې کوربه لوبډلې ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۲۰ اوریزه لوبې له تېرو څو ورځې راهیسې په انګلستان کې پیل شوې، چې افغان لوبډلې په کې پرلپسې درې لوبې وګټلې.

افغانستان پرون چهارشنبې د زمري ۱۶ مه له انګلستان سره لوبه وه، چې په کې انګلیس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

د انګلستان له لوري زیاتې ۳۶ منډې فلاین وکړې، خو د افغان توپ اچوونکو له لوري زیاتې درې وکټې محسن واخیستې.

د لوبې په دوهم پانې کې افغان لوبډلې په ۱۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ.

د افغان تووهونکو له لوري احمدزي ناسوځېدلې پنځوسیزه وکړه خو کریم او مندوزي هم په زړه پورې لوبه وکړه.

د درې پرلپسې لوبو په ګټو سره افغانستان د دغه سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده.

د یادونې ده، چې دغه لوبې د افغانستان، هند، بنګلدېش، انګلستان او پاکستان تر منځ دي.

افغان لوبډلې تر اوسه بنګلدش، پاکستان او انګلستان سره لوبې کړې، چې درې واړه یې په لوی توپیر ګټلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي