۰

خوست کې بمي چاودنو ۹ تنه ټپیان کړي دي

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې دوه بمي چاودنو ۹ ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
خوست کې بمي چاودنو ۹ تنه ټپیان کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې دوه بمي چاودنو ۹ ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړې چاودنې نن پنشنبې د زمري ۱۷ له غرمې مخکې خوست ښار کې رامنځ ته شوې دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، یوه چاودنه د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې او دویمه هغه د قبایلو ریاست څنګ ته په پولیسو شوې ده.

دغه مطبوعاتي مرکز وایي، په لومړی چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي او په دویمه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي.

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.

پرون په کابل او هرات کې هم دغه ډول چاودنو ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي