۰

امریکا له سولې وروسته افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي

شنبی ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
لوېدیځې رسنۍ باوري دي، چې امریکا به له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي.
امریکا له سولې وروسته افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي
لوېدیځې رسنۍ باوري دي، چې امریکا به له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فارن پالیسۍ ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې به د طالبانو او واشتګټن له هوکړې وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي او نیابتي مرکزونه فعال وساتي.

د سرچینې په وینا د امریکا استخباراتي چارواکو ورته ویلي، چې سي آی ای غواړي له سولې وروسته په افغانستان کې پیاوړی حضور ولري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي که څه هم سرتېري له افغانستانه باسي خو په وینا یې یوه قوي استخباراتي ډله به افغانستان کې پرېږدي.

بل خوا د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ له څرګندونو داسې ښکاري، چې امریکا او ناټو تر سولې وروسته هم افغانستان کې خپل حضور غواړي.

د ناټو سرمنشي هم ویلي، کېدای شي د سولې له یوې هوکړې وروسته هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور ته شدیده اړتیا پېښه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي