۰
ټرمپ:

طالبان له موږ سره سوله غواړي، افغانستان کې مو حضور حتمي دی

چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره پر مذاکراتو او له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو وايي، په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمي دی.
طالبان له موږ سره سوله غواړي، افغانستان کې مو حضور حتمي دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره پر مذاکراتو او له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو وايي، په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې وینا کوله یو ځل بیا ویلي، کولی شي د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي خو نه غواړي لس میلیونه وګړي و وژل شي.

هغه په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن حضور د خندا وړ بللی ویلي یې دي، امریکا نور نه شي کولی په دغه هېواد کې د پولیسو رول ولوبي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، غواړي له افغانستان خپل یو شمېر ځواکونه وباسي خو په وینا یې په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمی دی تر څو هر څه له نېږدي وڅاري او دا هېواد د ترهګرو په پوهنتون بدل نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغان حکومت، طالبانو او نورو اړخونو سره خبرې روانې او مختلفت اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

ده ویلي« د دغه جنګ د ختمولو لپاره مختلف اړخونه لټو، په یوه لار یې لګیا یو، خو نه پوهېږم، چې دغه پلان به ما او هغوی (طالبانو) ته د قبلولو وړي وي او که نه، خو مونږ ډیرې ښې خبرې کوو.»

د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړې، په دې هم پوهېږي، چې طالبان د افغانستان د حکومت درناوی نه کوي او له زیاتې مودې راهیسې دواړه لوري یو له بل سره نه جوړېږي، خو په وینا یې امریکا په افغانستان کې له ۱۹ کلونو راهیسې د امنیت د ساتونکو په توګه کار کوي او دا ډېره اوږده موده ده.

ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په پای کې ویلي، پوهېږي، چې طالبان له امریکا سره سوله او د جګړې درول غواړي، ځکه هغوی هم ډېر څه له لاسه ورکړي، خو ګوري به چې څه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي