۰
هندي رسنۍ:

ایشیا پيسفیک ګروپ پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تور لېست کې اچولی

شنبی ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.
ایشیا پيسفیک ګروپ پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تور لېست کې اچولی
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو پرون جمعه د وږي لومړۍ نېټه د ایشیا پيسفیک ګروپ د مسوولینو په حواله ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په خپلو ۴۰ ژمنو کې پاتې راغلی  او ۳۲ ژمنې یا کورنۍ دندې یې تور لیست ته د نه غورځېدو لپاره نه دي ترسره کړي.

د هندي رسنیو په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د مخنیوي په برخه کې هم له ۱۱ ژمنو څخه ۱۰ ژمنې نه دي پوره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبر رد کړی ویلي یې دي، په دې تړاو چې ګواکې پاکستان تور لیست ته اچول شوی، ټول نشر شوي خبرونه درواغ او تشې اوازې دي.

د یادونې ده، چې د اسیا پیسفیک ډلې بیا په خپله بیانیه کې ویلي، د چین، تایپي، هانګ کانګ، پاکستان، فلپین او سلیمان ټاپو وزمې په تړاو یې خپل راپورونه بشپړ کړي دي او پایلې به یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې معلومې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي