۰
امریکايي سناتور:

امریکا باید افغانستان کې خپل ځواکونه له ۸۶۰۰ نه کم نه کړي

یکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، که امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو شمېر ډر راکم کړي، نو ډېر خطرونه ورسره تړلي دي.
امریکا باید افغانستان کې خپل ځواکونه له ۸۶۰۰ نه کم نه کړي
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، که امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو شمېر ډر راکم کړي، نو ډېر خطرونه ورسره تړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور ګراهام وايي، له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل او یا هم د هغو شمېر ډېر کمول به د تېرې یوې بلې سپټمبر پېښې سبب شي.

نوموړي تېره شپه له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي که امریکا له افغانستانه ووځي پر طالبانو باور نشته، چې د القاعده او داعش مخې ته به ودرېږي.

دی وايي، که په دې هلکه له اسخباراتي ادارو پوښتنه وشي، چې د ټولو ځواکونو د ایستلو په صورت کې به څه پېښ شي، بې ځنډه درته وایي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه به تکرار شي.

په ورته وخت کې نوموړي ویلي ده ته جرال اسټن او جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د داعش خراسان څانګړې هم افغانستان کې ریښې غځولې او داسې ښکاري، چې له القاعده زیاتې وسلې لري او د امریکا پر ضد حملې کولی شي.

هغه ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې کمولی شي خو تر دې یې باید لږ نه کړي ځکه چې که تر دې د امریکايي ځواکونو شمېر لږ شي، ډېر خطر ورسره تړلی دی.

ده ویلي، غواړي د امریکا په کانګریس کې یوه لایحه تصویب شي چې پر اساس یې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران مکلف شي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر داسې حد ته نه شي کمولی چې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي