شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د وږي ۲۱ مه خپره کې خبرپانه کې ویلي، وژل شوی طالب ولسوال داملا سرور نومېږي.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو پرون مازیګر د المار ولسوالۍ د میرشادي په کلي کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.
خبرپاڼه وایي، په دغه برید کې د داملا سرور تر څنګ د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا قطب الدین او درې نور طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب