۰
جنرال سکاټ مېلر:

ډېر ژر به فراه ته بهرني ځواکونه ولېږو او پر طالبانو به بریدونه زیات کړو

چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، ډېر ژر به فراه ولایت ته یو شمېر بهرني سرتېري ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیات کړي.
ډېر ژر به فراه ته بهرني ځواکونه ولېږو او پر طالبانو به بریدونه زیات کړو
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، ډېر ژر به فراه ولایت ته یو شمېر بهرني سرتېري ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیات کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او د ملي امنیت له سرپرست سره یو ځای فراه ولایت ته تللی وو.

دغه افغان او بهرني پوځي چارواکي پرون سه شنبې د وږي ۲۶ مه د فراه ولایت اناردرې او وروسته د فراه مرکز ته ولاړل او د ځايي چارواکو سره یې وکتل.

د فراه امنیتي چارواکي وایي، جنرال مېلر د فراه له والي سره لیدنه کې و ویل، چې ډېر ژر به فراه ته یو شمېر بهرني ځواکونه ولېږي او پر طالبانو به بریدونه زیاته کړي.

نوموړي دا ډاډ هم ورکړی، چې له افغان ځواکونو به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستې او همکارۍ دوام ولري او د هغوی په تجهز او اکمال کې به همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي