پاکستان کې پرون سه شنبې د تلې ۲ مه یوې سختې زلزلې ګڼې سیمې لړزولې، چې د چارواکو په وینا سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زلزلې، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، په ګډون اسلام آباد، لاهور، جهلم، خیبرپښتونخوا او سوات ځینې سیمې لزولې دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د زلزلې شدت په کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیانونه یې هم په همدې سیمه کې اړولي دي.
د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد ریاض زیاته کړې، چې د د زلزلې شدت د ریختر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې و او مرکز یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ژور و.
د ځايي امنیتي چارواکو په وینا د زلزلې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتونو ته وړل شوي دي.
دوی وایي، د ځینو ناروغانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي.
جمهورخبري آژانس:کابل