۰

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړې او ویلي یې دي له دغه ادارې سره ستونزه نه لري.
طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړې او ویلي یې دي له دغه ادارې سره ستونزه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو رسنیو په یوه لېږلې خبرپانه کې ویلي، دغه سازمان ته یې وروسته له هغې د بېرته فعالیت اجازه ورکړه، چې د دوی اندېښنو ته یې ځواب ویلی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو سره هوکړه کړې، چې له دې وروسته به خپل کارکوونکي له طالبانو سره په مشوره ګوماري.

د دوی په وینا د همدې هوکړې پر اساس به د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو واکسین په کلېنیکونو کې ورکوي او یوازې بشردوستانه فعالیتونه به تر سره کوي.

طالبانو په اعلامیه کې ټینګار کړی، چې تر دې وروسته له دغه ادارې سره ستونزه نه لري او دوی ته یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي