ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د تلې ۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.
سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په میدان وردګ، غزني، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، بادغیس، قندوز، فاریاب، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.
خبرپانه وايي، په دې ۴۳ یرغلیز او هوايي بریدونو کې ۷۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل