۰
مسلم یار:

د ټاکنو کمېسیون باید له بایومتریک پرته رایې هم حساب کړي، کنه په زور یې پرې حسابوم

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له بایومتریک پرته رایې هم حساب کړي، که په زور به یې پر کمېسیون حساب کړم.
د ټاکنو کمېسیون باید له بایومتریک پرته رایې هم حساب کړي، کنه په زور یې پرې حسابوم
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له بایومتریک پرته رایې هم حساب کړي، کنه په زور به یې پر کمېسیون حساب کړم.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلم یار کمېسیون باید له بایو متریک پرته رایې ځکه حساب کړي، چې هغه کسان چې له بایو متریک پرته یې رایه ورکړې، له حق څخه محروم نه شي.

مسلم یار چې نن سه شنبې د تلې ۹ مه د جرګې په عمومي غونډه کې ویل، د ټاکنو کمېسیون ډېری هغه کسان چې په تذکرو یې سټېکر هم و، خو په نوملړ کې د نوم د نشتوالي له امله د رایې ورکولو له حق څخه محروم کړي دي.

نوموړي زیاته کړه هغه امنیتي ځواکونه چې د ټاکنو په ورځ یې په محلونو کې امنیت نیولی و او پرته له سټېکره یې رایې ورکړې باید کمېسیون یې حساب کړي.

هغه د کمېسیون له خوا د دغه ډول رایو نه حسابو ته په اشارې خبرداري ورکړ او ویې ویل«موږ به دغه رایې د دوی په پلار هم حساب کړو، ځکه هغه رایې چې د امنیتي ځواکونو له خوا ورکړل شوې، تقلبي نه دي او نه باید له حساب څخه پاتې شي.»

مسلم یار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستان د ټاکنو تر سره کېدو دوه ورځې وورسته و ویل، چې له بایو متریک پرته رایې په هېڅ ډول د حساب وړ نه دي، بلکې باطلې دي.

د مشرانو جرګې رییس و ویل، چې دوی هم د تقلبي رایو د شمېرلو پلوي نه وي او په دې برخه کې هر ډول ستونزې باید د شکایاتو کمېسیون له خوا د قانون سره سمې وڅېړل شي او وروسته داسې پرېکړه وکړي، چې ملت ته د منلو وي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ټولې شوې سرغړونې په جدي ډول وڅېړي او پاکې رایې د له ناپاکو بېلې او د ملت پرېکړې ته د درناوی وکړي.

د مشرانو جرګې د منشي ځای ناستي هم ټینګار وکړ، چې کمېسیونونه باید ټولې ستونزې په جدي ډول وڅېړي او شفافیت تضمین کړي.

د هغه په وینا د بغلان په ځینو ولسوالیو کې ان له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم صندوقونه له رایو ډک کړی شوي دي، چې په اړه یې ویډیوګانې او شکایتونه د شکایاتو کمېسیون ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي