د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ته د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له خبرداري وروسته دا ځل رحماني، مسلم یار ته خبرداری ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې رییس وایي، د زورواکۍ وخت نور پای ته رسېدلی او د مشرانو جرګې رییس له قانون سره مخ دی.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ریسانو تر منځ دغه ناندرۍ د ولسمشریزه ټاکنو د رایو په اړه راپوروته شوې، چې مسلم یار د بې بایو متریک رایو په شمار ټینګار کولو خو رحماني بیا ویل یوازې بایومتریک رایې باید حساب شي.
مسلم یار پرون د رحماني په اړه ویلي و، چې خپل ځان دې اصلاح کړي، خپل ځای د وپېژني او بیا د خپل نظر څرګند کړي.
د هغه په وینا دی د درغلیو پلوي نه دی خو اوس هم په خپل پخواني دریځ چې باید بې بایومتریکه رایې هم وشمارل شي ولاړ دی.
خو د مسلم یار د پرونیو خبرو په غبرګون کې نن رحماني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د زورواکۍ وخت نور پای ته رسېدلی او مسلم یار باید قانون پر ځان ومني او قانون ته غاړه کېږدي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني