۰

د بهرنیو چارو وزارت:ډېر ژر به له طالبانو سره خبرې پیل شي

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې پيل شي.
د بهرنیو چارو وزارت:ډېر ژر به له طالبانو سره خبرې پیل شي
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې پيل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوې او کېدای شي، دغه خبرې ژر بېرته پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب او د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی تېره اوونۍ پاکستان ته تللي وو.

راپورونه وايي، ښکېلو لوریو د تېرې چهارشنبې او پنشنبې په ورځ سره لیدلي او پر افغان سوله او د خبرو پر بیا پیل یې ټینګار کړی دی.

که څه هم راپورونه وايي، طالبانو له عمران خان او خلیلزاد سره هم لیدلي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له عمران خان سره د طالبانو د لیدنې خبره رد کړې ده.

همدې ته په اشارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، لرې نه ده، چې د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل لیدونکي شو.

دی وايي،؛ سوله لومړیتوب دی او هیله ده، چې پاکستان په دې اړه رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او ویلي یې و، چې نور دغه خبرې مړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي